سرطان 29, 1404 16:19 Asia/Kabul
  • د سوریې په شخړه کې د ۹۴۰ کسانو وژل کیدل

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې راپور ورکړی چې په سویدا ښار کې د اوو ورځو جګړو وروسته په سیمه کې د مړو شمېر نهه سوه څلویښت ته لوړ شوی دی.

دغه ادارې ویلي چې د اوربند د بشپړ ماتیدو او د تاوتریخوالي د بیا پیلیدو احتمال شتون لري.د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې سره تړلو سرچینو راپور ورکړی چې صهیونیستي ځواکونه د قنیطره ته نږدې په پراخه کچه ځای پر ځای شوي دي.په سویلي سوریه کې وروستیو پوځي خوځښتونو، په ځانګړې توګه په سویدا کې، امنیتي کړکیچونه زیات کړي دي.په سیمه کې د ځواکونو د ځای پر ځای کیدو د لاملونو او ماهیت په اړه دقیق معلومات لا تر اوسه نه دي خپاره شوي.د سوریې موقت ولسمشر مخکې اعلان کړی و چې یو سمدستي او جامع اوربند رامنځته شوی او په دې سویلي ولایت کې داخلي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.