سرطان 29, 1404 16:19 Asia/Kabul
  • خیبر پښتونخوا کې د ټي ټي پي د ۱۴ غړو وژل کیدل

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو او پولیسو پرون په خیبر پښتون خوا ایالت کې په دوو جلا عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څوارلس غړي ووژل او اته نور یې ونیول.

د پاکستان د حکومت د رسمي بیان له مخې د خیبر پښتونخوا پولیسو او امنیتي ځواکونو په هنګو ولسوالۍ کې د ترهګرو د شتون د پلټنې لپاره ګډ عملیات ترسره کړل.د سختې نښتې په جریان کې پاکستاني پولیسو او امنیتي ځواکونو د ټي ټي پي نهه غړي ووژل.په یوه جلا عملیاتو کې امنیتي ځواکونو په ملاکنډ ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل او لږ تر لږه پنځه د ټي ټي پي غړي یې ووژل.دوه نور ټپیان شول او د ټي ټي پي اته غړي ونیول شول.