سرطان 29, 1404 16:18 Asia/Kabul
  • د ایران او سوئیس د بهرنیو چارو وزیرانو ټلفوني اړیکه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د خپل سوئیس سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې د صهیونیستي رژیم او امریکا د تیري کوونکو اقداماتو د توجیه کولو په برخه کې د ځینو اروپایي هیوادونو په یو اړخیز دریځ نیوکه وکړه.

په دې خبرو اترو کې عراقچي د ایران په وړاندې د صهیونیستي رژیم او امریکا د پوځي یرغل او د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو د اصولو څخه سرغړونې ته په اشارې سره، د ټولو هیوادونو د تیري کوونکو لخوا د قانون د دې ښکاره سرغړونې په غندلو کې د کلک دریځ نیولو اړتیا باندې ټینګار وکړ.د صهیونیستي رژیم او امریکا د اقداماتو د توجیه کولو په برخه کې د ځینو اروپایي هیوادونو د دریځ په نیوکه کولو سره، هغه خبرداری ورکړ چې دا ډول چلند به په سیمه او نړۍ کې ناامني نورمال او زیاته کړي.د ډیپلوماسۍ په دفاع کې د هیواد دریځ ته په اشارې سره، د سویس د بهرنیو چارو وزیر د ایران په اټومي تاسیساتو باندې پوځي برید د نړیوالو مقرراتو خلاف وباله او د تاوتریخوالي او ناامنۍ د زیاتوالي د مخنیوي لپاره یې د دوامداره هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ.