سرطان 29, 1404 16:17 Asia/Kabul
  • د ایران جرګه کې د کډوالۍ ملي ادارې د لایحې ارزونه

د ایران د اسلامي مشورتي شورا استازو نن هوکړه وکړه چې د دغه هیواد د اساسي قانون د پنځه اتیا یمې مادې پر بنسټ د ملي مهاجرت سازمان د جوړښت، دندو او واکونو په اړه د قانون بیاکتنه وکړي.

د ایران د اسلامي مشورتي شورا رییس محمد باقر قالیباف وویل چې دا قانون به د ملي امنیت، بهرنۍ پالیسۍ او کورنیو چارو کمیسیونونو او شوراګانو د غړو په شتون کې په ګډ کمیسیون کې بیاکتنه شي.قالیباف ټینګار وکړ چې د دې قانون په بیاکتنه کې باید د سوداګریزو اتحادیو مسلو او د ګټې پر بنسټ لید څخه ډډه وشي.د ایران د اساسي قانون د پنځه ایتا مادې له مخې، د دې هیواد پارلمان کولی شي په اړینو مواردو کې خپلو کمیسیونونو ته د تجربوي قوانینو د تصویب واک وسپاري، له همدې امله د اړتیا شتون د تابع قانون جوړونې د امکان لپاره یو له شرایطو څخه دی.