غزه کې د اشغالګرو جنایتونو کې د ۳۴ فلسطینیانو شهادت
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44394-غزه_کې_د_اشغالګرو_جنایتونو_کې_د_۳۴_فلسطینیانو_شهادت
د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونه دوام لري او دغه رژیم نن له خپلو بریدونو سره د دې تړانګې مختلفې سیمې په نښه کړې دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 29, 1404 12:46 Asia/Kabul
  • غزه کې د اشغالګرو جنایتونو کې د ۳۴ فلسطینیانو شهادت

د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونه دوام لري او دغه رژیم نن له خپلو بریدونو سره د دې تړانګې مختلفې سیمې په نښه کړې دي.

په غزه کې د روغتیایي سرچینو په وینا تر نن سهار پورې د صهیونیستي رژیم د بریدونو په پایله کې څلور دیرش کسان شهیدان شوي دي، چې نولس یې د مرستو د ویش په مرکز کې شهیدان شوي دي.په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت دا هم ویلي چې په غزه کې یو اویا ماشومان د لوږې او خوارځواکۍ له امله شهیدان شوي دي.وزارت ویلي چې اشغالګر له لوږې څخه د وسلې په توګه کار اخلي او ماشومان د کیمرې په وړاندې د لوږې له امله مري.په غزه کې جګړې تر اوسه پورې اته پنځوس زره اوه سوه پنځه شپیته شهیدان ورکړي دي.