افغانستان کې د کرکټ غوره لیګ سیالیو پيل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44375-افغانستان_کې_د_کرکټ_غوره_لیګ_سیالیو_پيل
کابل کې نن شنبه د شپږیزه کرکټ لیګ شل اووره سیالیو لسم پړاو پیل شو
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 28, 1404 13:02 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د کرکټ غوره لیګ سیالیو پيل

کابل کې نن شنبه د شپږیزه کرکټ لیګ شل اووره سیالیو لسم پړاو پیل شو

د کورني کرکټ لیګ شپږیزې لسم پړاو په کابل کې ننپیل شو چې د را روانې زمري میاشتې تر لسمې نیټې به دوام ولري.په دې لیګ کې د افغانستان په کچه پنځه لوبډلې امو نهنګان، بندامیر ښاماران، بست ساتونکي، سپین غر پړانګان او مس عینک اتلان ګډون کوي او ټاکل شوې ده چې د دې لوبډلو تر منځ ټولټال یوویشت لوبې ترسره شي.د یادونې وړ ده چې دا لوبې په افغانستان کې دننه پر ټلویزون په ژوندۍ بڼه خپرېږي شپږیزه د افغانستان په کچه د کرکټ تر ټولو ستر لیګ دی چې په کال کې یو ځل ترسره کېږي.په دې لیګ کې د هیواد ملي لوبغاړي هم پکې ګډون کوي او د دې لیګ په ځینو پخوانیو پړاوونو کې ځینو بهرنیو لوبغاړو هم ګډون کړی دی، مګر اوس مهال یوازې د افغانستان د لوبغاړو په ګډون ترسره کېږي.