د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ پولو خوندي کول
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44372-د_افغانستان_او_تاجیکستان_ترمنځ_پولو_خوندي_کول
د ډله ییز امنیت تړون سازمان د عمومي منشي مرستیال د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سرحدونو د پیاوړتیا لپاره د پروګرام د پلي کولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 28, 1404 13:00 Asia/Kabul
  • د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ پولو خوندي کول

د ډله ییز امنیت تړون سازمان د عمومي منشي مرستیال د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سرحدونو د پیاوړتیا لپاره د پروګرام د پلي کولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

هغه د یوې غونډې په ترڅ کې نړیوالې ترهګرۍ سره په مبارزې د روسیې ګډو هڅو او د سیمې د امنیت د خوندي کولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړهد ډله ییز امنیت تړون سازمان چې د منځنۍ آسیا هیوادونو څخه جوړ شوی امنیتي او سیاسي سازمان دی، چې مشري یې روسیه کوي، د روان کال په مارچ کې اعلان وکړ چې غړي یې د افغانستان د وضعیت او د شمالي ولایتونو څخه د مخ په زیاتیدونکو ګواښونو په اړه اندیښمن دي.د ډله ییز امنیت تړون سازمان ویاند ویلي وو چې افغانستان د سازمان لپاره "د ترهګرۍ، افراطیت او مخدره توکو جرمونو پورې اړوند ننګونو سرچینه ده".هغه تور چې کابل تل رد کړی دی.