د پاکستان کورنیو چارو وزارت د څو چارواکو اخراج
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44369-د_پاکستان_کورنیو_چارو_وزارت_د_څو_چارواکو_اخراج
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دوه چارواکي وروسته له هغه له دندې ګوښه شول چې د افغان کډوالو لپاره د استوګنې د اسنادو او ویزو په جعل کې د دوی رول افشا شو.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 28, 1404 12:57 Asia/Kabul
  • د پاکستان کورنیو چارو وزارت د څو چارواکو اخراج

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دوه چارواکي وروسته له هغه له دندې ګوښه شول چې د افغان کډوالو لپاره د استوګنې د اسنادو او ویزو په جعل کې د دوی رول افشا شو.

د دې کسانو څخه یو یې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ویزو په څانګه کې د منشي مرستیاله شیرین حنا اصغر وه چې فعالیت یې له ډیرې مودې راهیسې څارل کیده.د افغان اتباعو لپاره د ویزو د اسنادو د جعل کولو د یوې پیچلې شبکې له کشف وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دوه لوړ پوړي چارواکي له خپلو دندو ګوښه شول.پاکستاني رسنۍ وايي چې د دې موضوع په اړه نورې پلټنې پیل شوې دي.د یادونې وړ ده چې تر اوسه پورې د دې قضیې د څېړنې په جریان کې څلور شکمن کسان نیول شوي دي. یو پلټونکی او یو پولیس افسر هم د ورته قضیې په تړاو د رشوت اخیستلو په تور په توقیف کې دي.