سرطان 28, 1404 16:25 Asia/Kabul
  • پاکستان کې به د افغان کډوالو کارتونه تمدید نه شي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي دي چې اسلام آباد به نور د افغان مهاجرینو کارتونه نوي نه کړي.

هغه وویل چې د پي او آر په نوم دا کارتونه نشي نوي کیدی او هغه افغانان چې دا کارتونه لري باید له پاکستان څخه ووځي.د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي هغه افغانان چې له هیواد څخه ایستل شوي دي نور به پاکستان ته راستانه نشي.د افغان کډوالو د پي او آر کارتونو د اعتبار موده په جون کې پای ته رسیدلې وه او د دوی د غځولو لپاره خبرې روانې وې خو اوس د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا کارتونه به نور نوي نه شي.دا کارتونه په دوه زره اووم کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ لخوا افغان کډوالو ته ورکړل شوي وو. اټکل کیږي چې شاوخوا یو میلیون او څلور سوه زره افغانان دا ډول کارتونه لري.