رئیس الوزرا سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لیدنه
سرطان 28, 1404 16:24 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت رئیس الوزرا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره د لیدنې پر مهال وویل چې د دواړو هیوادونو ستونزې د ګواښونو له لارې نشي حل کیدی
ملا حسن اخوند وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې باید د تفاهم، همکارۍ او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ وي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر محمد اسحاق ډار هم په دې لیدنه کې وویل چې اسلام آباد له کابل سره ښې او باثباته اړیکې غواړي.هغه د سرپرست لومړي وزیر ته پاکستان ته د سفر بلنه هم ورکړه.محمد اسحاق ډار کابل ته د خپل سفر په لړ کې د افغان-ټرانس پروژې تړون لاسلیک کړ او د پنجشنبې په ورځ یې د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره هم لیدنه او خبرې اترې وکړې .