صهیونیستان په غزه کې له لوږې څخه ناوړه ګټه پورته کوي
سرطان 28, 1404 16:22 Asia/Kabul
د غزې د روغتیا وزارت وايي چې صهیونیستي رژیم د سیمې پر خلکو د بریدونو سربیره د بشري مرستو د لارو بندول هم د غزې د خلکو د لوږې او تدریجي مړینې لامل شوي دي. یاد بنسټ ویلي چې په غزه کې شپږ لک او پنځوس زره ماشومان د خوارځواکۍ، لوږې او د خوړو د کمښت له امله د مړینې له خطر سره مخ دي.