کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44334-کابل_ته_د_پاکستان_د_بهرنیو_چارو_د_وزیر_سفر
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د افغان-ترانس ریل پټلۍ په اړه د سیاسي-اقتصادي غونډې خبر ورکړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 26, 1404 13:27 Asia/Kabul
  • کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د افغان-ترانس ریل پټلۍ په اړه د سیاسي-اقتصادي غونډې خبر ورکړ.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د ریل پټلۍ د مطالعې سند په لاسلیک کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی.په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې دا پروژه به له ازبیکستان څخه افغانستان ته د ریل پټلۍ لیکه راوړي او د پاکستان د سمندري سوداګریزو بندرونو سره به یې ونښلوي.یادې ادارې ویلي چې د دې قرارداد لاسلیک کولی شي له پاکستان څخه منځنۍ آسیا ته سوداګرۍ او ټرانزیټ اسانه کړي.په دې غونډه کې د سرپرست حکومت پلاوی به د ازبک او پاکستاني پلاوي سره غونډه وکړي او د ټرانزیټ او اقتصاد په برخه کې به د سیمه ییزو او نړیوالو څو اړخیزو مسلو په اړه بحث وکړي.