عراق کې یو سوداګریز مرکز کې اورلګیدنه
سرطان 26, 1404 16:56 Asia/Kabul
د افغانستان برېښنا شرکت په نغلو کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژې د اویا سلنه چارو د بشپړېدو خبر ورکړ.
دا پروژه د افغان او بهرنیو شرکتونو لخوا د اتلس میلیون ډالرو په لګښت په ګډه جوړیږي او د کابل ښار لپاره د دوه ویشت اعشاریه پنځه اویا میګاواټه برېښنا ظرفیت لري.د دې پروګرام مسولینو ژمنه کړې چې د لمریزې برېښنا دا پروژه به په ورستیو څلورو میاشتو کې وکارول شي او په کابل، ننګرهار او لغمان کې به د برېښنا ستونزې تر یوې اندازې حل شي.ویل کیږي چې اوس مهال نږدې دوه سوه افغان کارکوونکي په دې پروژه کې کار کوي.