د افغانستان اجنډا سره د شانګهای غونډې پای
سرطان 26, 1404 16:53 Asia/Kabul
د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه په چین کې د افغانستان د امنیتي وضعیت او سیاسي بدلونونو په اجنډا سره پای ته ورسېده.
افغانستان ته د زیربنايي مرستو پرمختګ او د ترهګرۍ او مخدره توکو قاچاق سره د مبارزې لپاره د کابل ژمنې د غونډې له وروستیو هوکړو څخه وې.په دې غونډه کې هند او پاکستان له افغانستان سره د دوامداره او زیربنايي مرستو پر دوام ټینګار وکړ.د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر هم وویل: "زموږ اوږدمهاله نظر د افغانستان د خلکو هوساینه ده. دا د سیمه ییز ثبات لپاره یو مهم عامل دی. نړیواله ټولنه باید خپلې پراختیایي مرستې زیاتې کړي؛ او هند، له خپلې خوا په دې لور ګامونه پورته کوي."