سرطان 26, 1404 16:51 Asia/Kabul
  • عراق کې یو سوداګریز مرکز کې اورلګیدنه

د عراق د واسط ولایت والي د کوت ښار په یوه سوداګریز مرکز کې د لویې او وژونکي اور لګېدو خبر ورکړی دی.

د ختیځ عراقي ښار واسط والي وویل چې په دې پېښه کې پنځوس کسان وژل شوي دي. دا سوداګریز مرکز د دې اونۍ په پیل کې پرانیستل شو او فعالیت یې پیل کړ.هغه وویل چې سیمه ییز چارواکي د پیښې وروسته د ودانۍ او د سوداګریز مرکز مالک په وړاندې شکایت ثبتوي.هغه وویل چې اړوندو خواوو د اور لګېدو د لامل موندلو لپاره پلټنې پیل کړې دي او لومړنۍ پایلې به یې په راتلونکو دوو ورځو کې په شفاف ډول اعلان شي.