د افغانستان فوټسال غوره لیګ سیالیو دوام
سرطان 26, 1404 16:48 Asia/Kabul
د افغانستان د فوټسال غوره لیګ په دیارلسمه اونۍ کې، امید ایف سي له دیارد سنايي ټیم سره مخ شو.
په دې لوبه کې امید ایف سي ټیم وکولای شول چې خپل سیال ته د پنځه پر درې پایلو سره ماتې ورکړي او یوولس نمرې ترلاسه کړي.دا په داسې حال کې ده چې دیار سنايي ټیم په دې سیالۍ کې خپله دولسمه ماتې تجربه کړه.د دې سیالۍ په دوام کې پیروزي پنجشیر ټیم د ظاهر اسد ټیم ته په یوه سخته لوبه کې درې پر څلور پایلې سره ماتې ورکړه.اوس، د پنجشیر پیروزي ټیم د درېیو نمرو سره په جدول کې څلورم ځای کې پاتې شو، پداسې حال کې چې ظاهر اسد ټیم پدې سیالۍ کې پنځلس نمرو سره پنځم ځای ته پورته شو.