پاکستان کې د کډوالو روغتیايي محدودیتونه
سرطان 25, 1404 16:17 Asia/Kabul
د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي دي چې په پاکستان کې افغان کډوال روغتیایي پاملرنې ته خورا محدود لاسرسی لري.
دغه بنسټ ویلي دي چې افغان کډوال د نیول کیدو او شړلو ویرې له امله طبي پاملرنې ته اړتیا نلري.یاد سازمان خبرداری ورکړی چې دا دوامداره ویره نه یوازې د کډوالو فزیکي روغتیا بلکې رواني روغتیا ته هم زیان رسولی دی.د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي دي چې د دوه زره درویشتم کال نوامبر راهیسې د افغان کډوالو جبري اخراج پیل شوی او حتی هغه کسان چې قانوني اسناد لري پدې پروسه کې شامل شوي دي.یادې ادارې ویلي دي د هغو کسانو لپاره چې د استوګنې جواز لري، د ایستلو لړۍ به یې د دوه زره پنځه ویشتم کال د جولای له لومړۍ نیټې څخه پلي شي خو دې اقدام د افغان کډوالو ویره او اندېښنه نده کمه کړې.