ولایاتو کې د ورښتونو او سیلابونو وړاندوینه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44296-ولایاتو_کې_د_ورښتونو_او_سیلابونو_وړاندوینه
د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې د افغانستان په دیارلسو ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 25, 1404 12:46 Asia/Kabul
  • ولایاتو کې د ورښتونو او سیلابونو وړاندوینه

د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې د افغانستان په دیارلسو ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

د دې ادارې په اعلامیه کې ویل شوي چې نن چهارشنبه په بدخشان، پنجشیر، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، بامیان، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او میدان وردګو ولایتونو کې وړاندوینه شوې ده.هوا پوهنې ادارې په لویدیځ، سویلي، سویل ختیځ او مرکزي ولایتونو کې دوړو سره د طوفانونو یادونه هم کړې ده.د افغانستان په ځینو ولایتونو کې سیلابونو لا دمخه ډیر زیانونه اړولي دي.