افغانستان کې پر ټولګډونه حکومت د روسیې ټینګار
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ په چین کې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې په افغانستان کې د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.
لاوروف وویل چې په افغانستان کې د واک په جوړښت کې د قومي او سیاسي ډلو ګډون یوه اړتیا ده.د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د شانګهای سازمان د غړو او سرپرست حکومت ترمنځ اړیکې قوي دي.هغه دا هم وویل چې ترهګرۍ او نشه ای توکو مسلې د سیمې د هیوادونو اندیښنې دي او دا چې افغانستان له دې دوو پدیدو څخه پاک دی خورا مهم دی.سرګي لاوروف په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې زیاته کړه چې د دې سازمان نږدې ټولو غړو له کابل سره خپلې دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړې دي او ترهګرۍ او مخدره توکو څخه پاک یو خپلواک، بې طرفه، سوله ایز هیواد په توګه د افغانستان د بیارغونې او دوامداره پرمختګ لپاره د اغیزمنې مرستې اهمیت باندې ټینګار کوي.