سرطان 24, 1404 17:22 Asia/Kabul
  • د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو

د افغانستان د فوټسال غوره لیګ په څلورم فصل کې د دریم او څلورم ټیمونو ترمنځ لوبه د هرات اتحاد ټیم په ګټه د درې پر یو سره پای ته ورسیده.

دریم مقام لرونکي اتحاد ټیم د جواد حیدري په غوره لوبې سره د پنجشیر پیروزي ټیم ته ماتې ورکړه.د اتحاد ټیم چې د ټورنمنټ په درجه بندۍ کې په دریم مقام کې دی دې بریا سره اته ویشت نمرې ترلاسه کړې او د اتلولۍ لپاره یې سیالي ګرمه وساتله.د څلورم مقام لرونکي پنجشیر پیروزي ټیم چې د ټورنمنټ دفاعي اتل دی دې ماتې سره اوولس نمرې له لاسه ورکړې.د لوبې په پای کې د اتحاد ټیم کپتان جواد حیدري د میدان غوره لوبغاړی ونومول شو.