افغانستان د نړۍ د بې سواده هیوادونو په کتار کې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44261-افغانستان_د_نړۍ_د_بې_سواده_هیوادونو_په_کتار_کې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشرې په هیواد کې د تعلیمي وضعیت او د سواد کچې په اړه اندیښنه څرګنده کړه وویل چې افغانستان په نړۍ کې د بې سوادۍ ترټولو لوړه کچه لري.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 24, 1404 13:51 Asia/Kabul
  • افغانستان د نړۍ د بې سواده هیوادونو په کتار کې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشرې په هیواد کې د تعلیمي وضعیت او د سواد کچې په اړه اندیښنه څرګنده کړه وویل چې افغانستان په نړۍ کې د بې سوادۍ ترټولو لوړه کچه لري.

روزا اوتونبایوا د کابل کتابونو په فیستیوال کې د خبرو پر مهال وویل چې یوازې پنځوس سلنه افغان نارینه او شل سلنه افغان ښځې لوستل او لیکل کولی شي.هغې زده کړې څخه د نجونو محرومیت د پرمختګ او ځان بسیاینې په وړاندې یو جدي خنډ وګاڼه او له پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د سواد سکتور ملاتړ وکړي.د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له بیرته واک ته رسیدو وروسته، د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري، او پوهنتونونه هم د ټولنې د دې برخې لپاره تړل شوي دي.له بلې خوا افغانستان د څو لسیزو ویجاړونکو جګړو څخه تیر شوی چې د هیواد د خلکو د سواد کچې په وده یې خورا منفي اغیزه کړې ده.