د پښتو ژبې د نومیالي ولسي شاعر مړینه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44260-د_پښتو_ژبې_د_نومیالي_ولسي_شاعر_مړینه
د پښتو ژبې یو مشهور ولسي شاعر مطیع الله تراب د زړه د حملې له امله مړ شو.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 24, 1404 13:49 Asia/Kabul
  • د پښتو ژبې د نومیالي ولسي شاعر مړینه

د پښتو ژبې یو مشهور ولسي شاعر مطیع الله تراب د زړه د حملې له امله مړ شو.

تراب په اصل کې د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی و خو د خپل ژوند ډیره برخه یې په خوست ولایت کې له خپلې کورنۍ سره تیره کړه.د دې مشهور شاعر ناڅاپي مړینې د افغانستان په کلتوري او ادبي ټولنه کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د پښتو ادب ډیری شاعرانو او لیکوالانو د مطیع الله تراب مړینه یوه ضایعه بللې او د هغه د هڅو ستاینه یې کړې ده.مطیع الله تراب یو ځانګړی شاعرانه سبک درلود. د هغه د ملګرو په وینا د هغه شعرونه تر ډیره حده په محتوا کې حماسي دي دوی د خلکو د کړاو یادونه کوي او په یووالي ټینګار کوي.څه موده وړاندې په ننګرهار کې د نارنج ګأ په وروستی مشاعره کې تراب له هیبت الله اخوندزاده څخه وغوښتل چې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي.د سرپرست حکومت چارواکو د هغه په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.