د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته
سرطان 24, 1404 17:18 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره چین ته سفر کړی دی. عراقچي په دې غونډه کې ایران باندې د صهیونیستي رژیم او امریکا وروستي بریدونه جنګي جرم او نړیوال قانون څخه سرغړونه وبلله، او له نړیوالې ټولنې څخه یې د ځواب ویلو غوښتنه وکړه.