سرطان 24, 1404 17:15 Asia/Kabul
  • د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره د یوناما د مشرې لیدنه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره وکتل.

ارګ په ایکس پاڼه یوه پیغام کې د غونډې په اړه لیکلي چې دواړو خواوو له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنیدو د زیاتوالي او د هغوی د اړتیاوو په اړه بحث وکړ.عبدالسلام حنفي له نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې کډوالو سره د مرستې او د هغوی د حقونو د ډاډمنولو په برخه کې خپل مسؤلیتونه ترسره کړي.روزا اوتونبایوا په دې غونډه کې دا هم وویل چې د دې سازمان مرستې به د افغانانو، په ځانګړې توګه کډوالو سره دوام ولري.اوتونبایوا په دې وروستیو کې د اسلام کلا له لارې راستانه شویو کډوالو سره له دې لیدنې وروسته د مرستې لپاره د بیړني نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه.