سرطان 23, 1404 18:31 Asia/Kabul
  • پر اروپايي پالیسیو د ایران نیوکوه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې د محرک میکانیزم په اړه د اروپا اقدام هیڅ قانوني او سیاسي اساس نلري.

اسماعیل بقايي ویلي دي چې، په تیرو څو اونیو کې د رامنځته شویو پرمختګونو په پام کې نیولو سره، د پخوا په پرتله د داسې پالیسۍ کارول هیڅ قانوني، اخلاقي او سیاسي اساس نلري.د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې ایران لاهم ځان د برجام غړی ګڼي او د نورو ګوندونو د کړنو په ځواب کې یې خپلې ژمنې کمې کړې دي. زموږ اقدامات د برجام د متن سره سم وو.هغه وویل چې اروپایانو پخپله په برجام کې د خپلې دندې ترسره کولو کې پاتې راغلي دي.په ورته وخت کې؛د ایران د بهرنیو چارو وزارت کې د سرې میاشتې ټولنې مشر دا هم ویلي دي چې د وروستیو بریدونو په لړ کې، څلور سوه استوګنیز کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او شاوخوا اته زره دوه سوه کورونه بیارغونې ته اړتیا لري.پیر حسین کولی ونډ ویلي دي چې د شهیدانو په منځ کې، یو سل او شپاړس ښځې او یو څلویښت ماشومان دي، چې هیڅ یو یې سرتیري نه وو. دا ټول بې دفاع ملکي وګړي وو چې د دښمن د بې هدفه او ویجاړونکو بریدونو قرباني شول.