سرطان 23, 1404 18:28 Asia/Kabul
  • په هېواد کې د تېزو سېلابونو را وتل

د افغانستان د هوا پوهنې ادارې د وړاندوینې له مخې، د تیرې یکشنبې په ماسپښین په کابل کې سختو بارانونو له امله د پلازمینې په ځینو برخو کې سیلابونه راووتل.

سیلابونو په کابل کې لسګونه کورونه، پلورنځي او غرفې ویجاړ کړل او د ښار سړکونه یې د ساعتونو لپاره بند کړل.په ورته وخت، د سرپرست حکومت د هوا پوهنې ادارې د افغانستان په نولس ولایتونو کې د درنو بارانونو، قوي بادونو، او سیلابونو راپور ورکړی دی.ویل کیږي چې باران له لس څخه تر پنځه دیرش ملي میتره پورې وي او د باد سرعت یې له پنځوس څخه تر نوي کیلومترو پورې اټکل شوی دی.بدخشان، پنجشیر، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، غزني، میدان وردګ، بامیان، سرپل، بغلان، پروان او کاپیسا کې ممکن باران او سیلابونه راشي.