د فارسي ستېزۍ ضد تورونو ردول
سرطان 23, 1404 18:24 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې تر دې وروسته به د دغه وزارت ټول مکتوبونه یوازې په پښتو ژبه وي
عبدالمتین قانع زیاته کړې چې د کورنیو چارو وزارت ټول مکتوبونه او مراسلات د هېواد پر دواړو رسمي ژبو (پښتو او دري) لیکل کیږي.قانع ویلي دي چې سراج الدین حقاني پخپله د خپل ویاند دفتر ته خبر ورکړی دی چې خپلې ویناوې او مطبوعاتي کنفرانسونه په فارسي ژبه ترسره کړي.مخکې له دې چې د سرپرست حکومت لخوا د اداري مکتوبونو لپاره په پښتو ژبه د فشار په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي وو، خو د دوی چارواکو تل دا ډول تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې افغانستان په دوو ژبو خبرې کوي او هیڅوک هیڅکله دا دوه رسمي ژبې له منځه نه شي وړلی.