سرطان 23, 1404 18:19 Asia/Kabul
  • پر نتنیاهو د صهیونیستانو نیوکه

د صهینونیستي رژيم په پوځ کې د ذخیره جنرال، عاموس گلعاد ویلي دي چې د غزې په تړانګه کې د پوځي حکومت د جوړولو لپاره د بنیامین نتنیاهو مفکوره یو لوی وهم دی

هغه ټینګار وکړ چې د دې رژیم لومړی وزیر غواړي چې صهیونیسټي پوځ د غزې په دلدل کې ډوب کړي.گلعاد زیاته کړه: د غزې په جنوبي سرحدي سیمه کې د رفح ښار په کنډوالو کې د اسراییلو لخوا د نوي ښار د جوړولو پلان پلي کول به زموږ لپاره یو لوی سیاسي ناورین راولي.هغه وویل چې که دا پلان د دې سیمې څخه د فلسطینیانو د بې ځایه کولو لپاره وي؛ دا به یوه لویه تېروتنه وي؛ ځکه چې د سیمې هیوادونه به هیڅکله دا پلان ونه مني.مخکې له دې، د اسراییلو رژیم ډیری پخوانیو چارواکو ټینګار کړی و چې د غزې له خلکو سره په جګړه کې د دې رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو کړنې به دا رژیم ویجاړۍ ته ورسوي؛ ځکه چې هغه تر اوسه پورې په دې سیمه کې خپل هیڅ هدف نه دی ترلاسه کړی.