د افغانستان فوټسال غوره لیګ د یوولسمې اونۍ سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44226-د_افغانستان_فوټسال_غوره_لیګ_د_یوولسمې_اونۍ_سیالۍ
د افغانستان د فوټسال غوره لیګ په یوولسمه اونۍ کې د کابل صداقت د هرات امید ایف سي ټیم ته شپږ پر درې ماتې ورکړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 22, 1404 13:42 Asia/Kabul
  • د افغانستان فوټسال غوره لیګ د یوولسمې اونۍ سیالۍ

د افغانستان د فوټسال غوره لیګ په یوولسمه اونۍ کې د کابل صداقت د هرات امید ایف سي ټیم ته شپږ پر درې ماتې ورکړه.

دې بریا سره صداقت اته ویشت نمرې او په درجه بندۍ کې دوهم مقام لري. دا په دې ټورنمنټ کې د صداقت نهمه بریا ده.امید ایف سي ټیم اوو نمرو سره په خپل ځای کې پاتې دی او لاهم خطر سره مخ دی.په بله لوبه کې پیروزي پنجشیر د کابل زیتون ایف سي ټیم ته شپږ پر صفر ماتې ورکړه. پیروزي پنجشیر چې د لسمې اونۍ په پای کې په درجه بندۍ کې څلورم مقام درلود دې بریا سره خپل نمرې اوولس ته لوړې کړې.