د افغان کډوالو د عزت پر ساتلو د ایران ټینګار
سرطان 22, 1404 17:11 Asia/Kabul
د کورنیو او ښځو چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیاله زهرا بهروز آذر وايي چې له یاد هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د افغان کډوالو د وتلو بهیر د لیدنې په څنډه کې هغې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د کډوالو د ستونزو حل کول د افغانستان سرپرست حکومت همکارۍ ته اړتیا لري.ایراني چارواکي زیاته کړه چې د ایران ملت او حکومت له څلورو لسیزو څخه زیات په ټول هیواد کې د افغان وګړو کوربه توب کړی دی او دا میلمه پالنه د وتلو په بهیر کې هم دوام لري.د ایران د ولسمشر مرستیالې وویل چې له پیل څخه تر سرحدي نقطو پورې د ښه خدماتو د وړاندې کولو لپاره هڅې شوي دي ترڅو کډوال له کمو اندېښنو سره خپل هیواد ته ستانه شي.زهرا بهروز آذر دا هم وویل چې پولې ته د کډوالو د توکو د لیږدولو امکان برابر شوی او پدې برخه کې د اندیښنې اړتیا نشته.