افغانستان کې د یوناما د مشرې او د هرات والي لیدنه
سرطان 22, 1404 17:10 Asia/Kabul
په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا ایران څخه د راستانه شویو کډوالو د وضعیت ارزولو په موخه اسلام کلا ته سفر وکړ او د هرات له والي سره یې ولیدل.
د هرات والي اسلام جار د یوناما له مشرې سره په لیدنه کې وویل چې د کډوالو د راستنیدو د بهیر پیل یو خطرناک بشري ناورین و چې په چټکۍ سره د اغیزمنو کورنیو او نړیوالو همکاریو سره اداره شو. خو د یادونې وړ ده چې دا ناورین د بهرنیو قدرتونو د یرغل او د لویو هیوادونو لخوا د اقلیم بدلون مستقیمه پایله ده.د هرات د والي په وینا د افغانستان خلکو په دې غمیزو کې هیڅ رول نه درلود او یوازې د ویجاړونکو مداخلو قربانيان وو.هغه ټینګار وکړ چې د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو یرغل افغانستان ته د فساد، د مخدره توکو د خپریدو او له یو میلیون څخه زیاتو روږدو کسانو پرته بل هیڅ میراث نه دی پریښی.