د قطر سفارت چارسمبالي سره د متقي سلامشورې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44220-د_قطر_سفارت_چارسمبالي_سره_د_متقي_سلامشورې
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د قطر سفارت له شارژدافیر سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 22, 1404 13:36 Asia/Kabul
  • د قطر سفارت چارسمبالي سره د متقي سلامشورې

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د قطر سفارت له شارژدافیر سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

په دې غونډه کې د دوه اړخیزو اړیکو، د ډیپلوماتیکو اړیکو پراختیا او سیمه ییزو مسلو په اړه بحث وشو.په دې غونډه کې متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او په نړیوالو غونډو کې یې د حکومت د ملاتړ په برخه کې د قطر د حیاتي رول ستاینه وکړه.د قطر د سفارت شارژدافیر سرپرست حکومت سره د خپل هېواد اړیکې مخ په ودې وبللې او د خپل هېواد چمتووالی یې څرګند کړ چې په څو اړخیزو فورمونو کې د افغانستان د بهرنیو اړیکو په لا پراختیا کې مثبت رول ولوبوي.