سرطان 22, 1404 17:04 Asia/Kabul
  • غزه کې نن د اشغالګرو د برید له امله د ۳۰ تنو شهادت

د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم په هوايي بریدونو کې نن لږ تر لږه دیرش فلسطینیان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

له دې جملې څخه یوازې شل تنه د غزې په شمال کې د النصیرات په کمپ کې شهیدان شوي دي.په همدې حال کې د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت راپور ورکړی چې د تېرې ورځې او شپې په اوږدو کې د غزې پرله پسې بمباریو یو سل او لس تنه شهیدان کړي دي.د یاد وزارت د راپور له مخې د غزې په تړانګه باندې د صهیونیستي رژیم د یرغل له پیل راهیسې اووه پنځوس زره اته سوه او دوه اتیا کسان شهیدان شوي او له یو سل او اته دیرش زره څخه ډیر ټپیان شوي دي.