د فوټسال غوره لیګ سیالیو دوام
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44207-د_فوټسال_غوره_لیګ_سیالیو_دوام
د کابل میهن ځوانانو او د نیمروز نورزاد ایف سي فوټبال لوبډلې ترمنځ د لوبې په لړ کې د نیمروز ولایت لوبډلې خپل د کابل سیال ته ماتې ورکړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 21, 1404 14:03 Asia/Kabul
  • د فوټسال غوره لیګ سیالیو دوام

د کابل میهن ځوانانو او د نیمروز نورزاد ایف سي فوټبال لوبډلې ترمنځ د لوبې په لړ کې د نیمروز ولایت لوبډلې خپل د کابل سیال ته ماتې ورکړه.

دا سیالي چې د افغان فوټسال غوره لیګ په یوولسمه اونۍ کې ترسره شوه نورزاد لوبډلې د کابل ځوانانو لوبډلې ته د اووه پر درېیو په توپیر ماتې ورکړه.د نورزاد لوبډلې چې اوه ویشت نمرو سره د جدول په سر کې وه اوس دې بریا سره درې دېرش نمرې ترلاسه کړې.د میهن ځوانانو لوبډله چې یوولس نمرو سره په جدول کې په اووم ځای کې ده د دې ماتې سره سره په خپل ځای پاتې ده.په دې لوبه کې د نورزاد لوبډلې ملي لوبغاړی فرزاد محمدي د میدان غوره لوبغاړی وټاکل شو.