د کډوالو پر باعزته بهیر د ایران ټینګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44201-د_کډوالو_پر_باعزته_بهیر_د_ایران_ټینګار
په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست علیرضا بیګدلي وايي دوی هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې د افغان کډوالو د راستنیدو بهیر په عزت او تدریجي ډول ترسره شي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 21, 1404 13:57 Asia/Kabul
  • د کډوالو پر باعزته بهیر د ایران ټینګار

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست علیرضا بیګدلي وايي دوی هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې د افغان کډوالو د راستنیدو بهیر په عزت او تدریجي ډول ترسره شي.

هغه اعلان وکړ چې د ایران د کورنیو چارو وزارت او د دغه هیواد اړوند ادارې وايي چې دوی د ګاونډیتوب او تدریجي راستنیدو په اصولو کار کوي چې د کډوالو د تنظیم کولو په بهیر کې انساني وقار وساتل شي.د کډوالو د راستنیدو د ښه مدیریت لپاره د سرپرست حکومت او د ایران چارواکو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالي ته په اشارې سره بیګدلي وویل چې د دې بهیر د ښه کولو او د افغان وګړو د هوساینې د زیاتوالي لپاره هر ډول وړاندیزونه به په پام کې ونیول شي.