قزاقستان څخه د سرپرست حکومت د سفیر غوښتنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44179-قزاقستان_څخه_د_سرپرست_حکومت_د_سفیر_غوښتنه
په قزاقستان کې د سرپرست حکومت سفیر محمد رحمان له دغه هیواد څخه وغوښتل چې د دوی نظام په رسمیت وپیژني.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 19, 1404 12:45 Asia/Kabul
  • قزاقستان څخه د سرپرست حکومت د سفیر غوښتنه

په قزاقستان کې د سرپرست حکومت سفیر محمد رحمان له دغه هیواد څخه وغوښتل چې د دوی نظام په رسمیت وپیژني.

د قزاقستان له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره د یوې غونډې په ترڅ کې په دې هیواد کې د سرپرست حکومت سفیر وویل چې د مرکزي آسیا له هیوادونو سره سیاسي او اقتصادي همکاري او په سیمه کې ثبات او سوله د کابل له ژمنو څخه دي.مخکې له دې قزاقستان د روسیې په تعقیب طالبان د ترهګرو ډلو له لیست څخه لرې کړل.په افغانستان کې د سرپرست حکومت د څلورو کلونو په لړ کې دې هیواد له کابل سره پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې درلودې او مهم قراردادونه یې ورسره لاسلیک کړل.قزاقستان هم له پخواني افغان حکومت سره نږدې اړیکې درلودې په ځانګړې توګه د اوړو او نورو مهمو توکو د صادراتو په برخه کې.