د واخان جام کرکټ سیالیو پای
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44144-د_واخان_جام_کرکټ_سیالیو_پای
د واخان کپ شل اووریز پای لوبه کې چې د کندز په لوبغالي کې ترسره شوه هندوکش سټرایکرز لوبډلې پامیر لجندز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ لقب ترلاسه کړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 17, 1404 13:40 Asia/Kabul
  • د واخان جام کرکټ سیالیو پای

د واخان کپ شل اووریز پای لوبه کې چې د کندز په لوبغالي کې ترسره شوه هندوکش سټرایکرز لوبډلې پامیر لجندز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ لقب ترلاسه کړ.

د هیواد کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د واخان جام شل اوریز سیالۍ پرون د کندز په مرکزي لوبغالي کې د دوو غوره ټیمونو هندوکش سټرایکرز او پامیر لجندز ترمنځ ترسره شو.په دې مهمه لوبه کې چې پایله یې د لوبې تر وروستیو شیبو پورې معلومه نه وه هندوکش سټرایکرز لوبډلې یوازې د یوې ویکټې په ساتلو سره وګټله او د اتلولۍ جام یې پورته کړه.د هندوکش ټیم کپتان محمد اسحاق رحیمي په ټوله سیالۍ کې د ټیم مشري وکړه.د لوبې په پای کې د هندوکش ټیم تجربه لرونکی لوبغاړی چې د توپ اچونې پرمهال یې دوه ویکټې واخیستې د ډګر د لوبې د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.