د افغانستان د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو غونډه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44107-د_افغانستان_د_وضعيت_په_اړه_د_ملګرو_ملتونو_غونډه
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به نن د افغانستان د وضعیت په اړه یوه غونډه وکړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 16, 1404 12:30 Asia/Kabul
  • د افغانستان د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو غونډه

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به نن د افغانستان د وضعیت په اړه یوه غونډه وکړي.

د افغانستان د وضعیت اغیزې به په نړیواله سوله او امنیت او د دې هیواد د خلکو بشري وضعیت باندې د بحث تمرکز وي او د غونډې په پای کې به د افغانستان د خلکو په ملاتړ یو پریکړه لیک صادر شي.دا په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دویمه غونډه ده. مخکې له دې، د سپتمبر په دویمه نیټه د افغانستان د وضعیت په اړه د بحث لپاره یوه ځانګړې غونډه جوړه شوې وه.د غونډې اصلي اجنډا د ملګرو ملتونو د سرمنشي د وروستي راپور بیاکتنه وه چې د یوناما لخوا وړاندې شوراپور سخت بشري وضعیت، د ښځو په وړاندې محدودیتونه او د مهمو پروژو ځنډول په ګوته کړل.خو، سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو راپورونه تعصب لرونکي او متضاد بللي دي، او ویلي یې دي چې دا له حقیقت څخه لرې دي.