د عاشورا په مناسبت د حزب الله عمومي منشي وینا
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44100-د_عاشورا_په_مناسبت_د_حزب_الله_عمومي_منشي_وینا
د لبنان د حزب الله عمومي منشي د عاشورا په مراسمو کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د صهیونیستي رژیم د تیري په وړاندې مقاومت به دوام ولري.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سرطان 15, 1404 13:15 Asia/Kabul
  • د عاشورا په مناسبت د حزب الله عمومي منشي وینا

د لبنان د حزب الله عمومي منشي د عاشورا په مراسمو کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د صهیونیستي رژیم د تیري په وړاندې مقاومت به دوام ولري.

شیخ نعیم قاسم مقاومت د لبنان د امنیت او وقار ضامن وګڼلو او وویل: "تر هغه چې اشغال شتون ولري، د ریښتینې سولې په اړه خبرې کول بې معنی دي."هغه د خپلې وینا په یوه بله برخه کې ټینګار وکړ چې د ایران د مشرتابه ملاتړ او حکمت د مقاومت د محور د پایښت اصلي ستنې دي.په لبنان کې د حزب الله عمومي منشي دا هم وویل چې حزب الله به هیڅکله صهیونیست اشغالګر رژیم سره د اړیکو عادي کولو سره موافق نه وي.