د اشغال شویو سیمو اوسیدونکو ته د ایران خبرداری
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44022-د_اشغال_شویو_سیمو_اوسیدونکو_ته_د_ایران_خبرداری
د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز د اړیکو مرکز ویاند د نیول شویو سیمو اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې سیمې پریږدي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 26, 1404 14:05 Asia/Kabul
  • د اشغال شویو سیمو اوسیدونکو ته د ایران خبرداری

د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز د اړیکو مرکز ویاند د نیول شویو سیمو اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې سیمې پریږدي.

یادې ادارې ویلي چې د زړورو ایراني جنګیالیو د ویجاړونکي غبرګون ساحه به د نیول شویو سیمو ټولې برخې تر پوښښ لاندې راولي.د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز د اړیکو ویاند ډګروال رضا صیاد د بنیامین نتنیاهو د فاسد بې وسه او مجرم رژیم د بل یرغل په اړه په یوه خبرداري بیان کې ویلي چې د صهیونیسټانو دې ناسمې محاسبې د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه اړ کړي چې سخت ځواب ورکړي.د ډګروال صیاد په وینا د نیول شویو سیمو ټولې برخې د ایران د توغندیو په حد کې دي او د دې سیمو اوسیدونکي باید ژر تر ژره ووځي.