د اشغال شوي فلسطین شمال کې د ایراني الوتکو بریدونه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i44021-د_اشغال_شوي_فلسطین_شمال_کې_د_ایراني_الوتکو_بریدونه
صهیونیسټي رسنیو د نیول شویو سیمو په شمال کې د ایران د ډرون بریدونو د پیل خبر ورکړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 26, 1404 14:04 Asia/Kabul
  • د اشغال شوي فلسطین شمال کې د ایراني الوتکو بریدونه

صهیونیسټي رسنیو د نیول شویو سیمو په شمال کې د ایران د ډرون بریدونو د پیل خبر ورکړ.

دغو رسنیو ویلي چې د دې سیمو په ډیرو برخو کې د خطر زنګ وهل شوی او د دې ډرونونو یوه لویه برخه هم خپل هدفونه په نښه کړي دي.دا برید د ایران لخوا په حیفا او تل ابیب او د نیول شویو سیمو په نورو سیمو د توغندیو له لوی برید څخه یوازې څو دقیقې وروسته وشو او صهیونیسټان یې د پنځلسم ځل لپاره حیران کړل.سره له دې چې صهیونیسټي رژیم په کورنیو او نړیوالو رسنیو او همدارنګه په ټولنیزو شبکو کې فعالانو باندې محدودیتونه لګولي دي په هر ساعت کې زرګونه ویډیوګانې خپریږي، چې دا په نیول شویو سیمو کې د ایران د بریدونو ژوروالی ښیي.د مهمو پوځي مرکزونو او د صهیونیستي رژیم ادارو سره تړلو کسانو د ویجاړولو او په نښه کولو کچه دومره لوړه ده چې د لویو ښارونو له هرې نقطې څخه اسمان ته لوګی پورته کیږي او دې کار د نیول شویو سیمو د اوسیدونکو ترمنځ پراخه ویره رامینځته کړې ده.