د سرپرست حکومت چوکاټ کې د وزیرانو بشپړ واکونه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43887-د_سرپرست_حکومت_چوکاټ_کې_د_وزیرانو_بشپړ_واکونه
د سرپرست حکومت ویاند وايي چې سرپرست حکومت د افغانستان او نظام په ګټه دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 20, 1404 12:43 Asia/Kabul
  • د سرپرست حکومت چوکاټ کې د وزیرانو بشپړ واکونه

د سرپرست حکومت ویاند وايي چې سرپرست حکومت د افغانستان او نظام په ګټه دی.

ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د ځینو سیاسي ملاحظاتو له امله حکومت د سرپرستانو لخوا پرمخ وړل کیږيهغه د لنډمهاله کابینې لاملونه نه دي په ګوته کړي. خو ټينګار یې وکړ چې د حکومت سرپرستان بشپړ واک لري او سرپرستي د دوی د واک نه لرلو په معنی نه دی.د سرپرست حکومت له واکمنیدو وروسته د حکومت کابینه معرفي شوه او ټاکل شوې وه چې د ارزونې وروسته یو دایمي حکومت جوړ کړي. خو د سرپرست حکومت له واک ته رسیدو څلور کاله وروسته لاهم چارې د سرپرست حکومت لخوا پرمخ وړل کیږي.څارونکي په دې باور دي چې د سرپرستانو لخوا د حکومت اوږدمهاله اداره یوه نادره پدیده ده او هیڅ حکومت د څلورو کلونو لپاره په دې ډول نه چلیږي.