هیواد کې د شري یا سرخکان ناروغي د واکسین کمپاین
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43883-هیواد_کې_د_شري_یا_سرخکان_ناروغي_د_واکسین_کمپاین
د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت روانه میاشت په ټول هیواد کې د شري یا سرخکانو ناروغۍ واکسین کمپاین د پیل خبر ورکړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 20, 1404 12:39 Asia/Kabul
  • هیواد کې د شري یا سرخکان ناروغي د واکسین کمپاین

د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت روانه میاشت په ټول هیواد کې د شري یا سرخکانو ناروغۍ واکسین کمپاین د پیل خبر ورکړ.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل وویل چې د روان کال له پیل راهیسې په ټول هیواد کې د دې ناروغۍ نږدې څلور زره شکمنې پیښې ثبت شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په دې باور دی چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر له دې شمیر څخه لوړ دی.مخکې د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی و چې د روان کال په شلمه اونۍ کې په هیواد کې د شري ناروغۍ له امله یو ویشت کسان مړه شوي دي.دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که د شري ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره اقدام ونشي نو د دې ناروغۍ خپریدل ممکن د ډیرو مړینو لامل شي.