افغانستان کې د سلګونو بندیانو خوشې کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43783-افغانستان_کې_د_سلګونو_بندیانو_خوشې_کیدل
د سرپرست حکومت د هرات د ولایتي زندان عمومي رییس شرف الدین مخلص وايي چې د لوی اختر په مناسبت دوه سوه یو ویشت بندیان خوشې شوي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 17, 1404 12:56 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د سلګونو بندیانو خوشې کیدل

د سرپرست حکومت د هرات د ولایتي زندان عمومي رییس شرف الدین مخلص وايي چې د لوی اختر په مناسبت دوه سوه یو ویشت بندیان خوشې شوي دي.

هغه وویل چې د دوی په منځ کې درویشت تنه ښځې وې چې د ملا هیبت الله د امر پر بنسټ په یو وخت کې د هرات له عمومي زندان څخه خوشې شوې.په ورته وخت کې د سرپرست حکومت د سترې محکمې د امر پر بنسټ په پروان ولایت کې هم اویا نور بندیان خوشې شول.په کندهار کې هم دوه سوه دوه ویشت بندیان د لوی اختر په مناسبت او د ملا هیبت الله د امر پر بنسټ خوشې شول.