د صهیونیستانو په مرکز د سوریې مقاومت ځواکونو برید
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43721-د_صهیونیستانو_په_مرکز_د_سوریې_مقاومت_ځواکونو_برید
له سوریې څخه راپورونه وايي چې د سوریې مقاومت ځواکونو په اشغال شوي جولان لوړو کې د صهیونیستي رژیم پر پوستو راکټي بریدونه کړي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 14, 1404 13:40 Asia/Kabul
  • د صهیونیستانو په مرکز د سوریې مقاومت ځواکونو برید

له سوریې څخه راپورونه وايي چې د سوریې مقاومت ځواکونو په اشغال شوي جولان لوړو کې د صهیونیستي رژیم پر پوستو راکټي بریدونه کړي دي.

صهیونیسټي رسنیو هم راپور ورکړی چې دا راکټونه د سوریې له ژورو څخه توغول شوي او دا په ګوته کوي چې د اشغالګرو پر وړاندې د سوریې د خلکو مبارزه بیا پیل شوې ده.په سوریه کې د شهید محمد الضیف ځواکونو په یوه بیان کې د اشغال شوي جولان لوړو باندې د راکټي برید مسؤلیت په غاړه واخیست.دې ډلې وویل چې دوی په نیول شوي جولان لوړو کې صهیونیستي پوځي ځواکونه د دوو ګراد توغندیو باندې په نښه کړل.صهیونیسټي رسنیو اعلان وکړ چې د جولان لوړو په دوو سیمو کې د خطر زنګ له فعالیدو وروسته څو چاودنې واورېدل شوې.دا لومړی ځل دی چې د نوي حکومت له واک ته رسیدو راهیسې صهیونیستان د سوریې له خاورې څخه په نښه شوي دي.