تهران کې د اکو ۱۳مه اقتصادي ناسته
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43675-تهران_کې_د_اکو_۱۳مه_اقتصادي_ناسته
د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د ترانسپورت وزیرانو دیارلسمه غونډه د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې په وینا سره پیل شوه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 12, 1404 14:02 Asia/Kabul
  • تهران کې د اکو ۱۳مه اقتصادي ناسته

د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د ترانسپورت وزیرانو دیارلسمه غونډه د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې په وینا سره پیل شوه.

فرزانه صادق وویل چې د ایکو اقتصادي همکارۍ په چوکاټ کې افغانستان او پاکستان سره د سرحدي او لوجستیکي تعاملاتو پراختیا د هغه دوه اړخیزې همکارۍ یوه برخه ده چې ایران د ایکو غړو سره لري.د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې وویل چې پراختیایي پروګرامونو کې ایران او ترکمنستان څخه د شل میلیون ټنو ټرانزیټ لیږد، د قزاقستان، ازبکستان او تاجکستان په ګډون سویلي بندرونو کې همکاري، او افغانستان او پاکستان سره د سرحدي همکارۍ پراختیا شامل دي