ایران کې د افغان کډوالو د تنظیم لپاره سلا مشورې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43674-ایران_کې_د_افغان_کډوالو_د_تنظیم_لپاره_سلا_مشورې
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د افغان کډوالو تنظیمول د تهران او کابل په اجنډا کې دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 12, 1404 14:01 Asia/Kabul
  • ایران کې د افغان کډوالو د تنظیم لپاره سلا مشورې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د افغان کډوالو تنظیمول د تهران او کابل په اجنډا کې دي.

اسماعیل بقايي ویلي دي چې د کډوالو موضوع د هغوی د وضعیت تنظیمول او څو نور محورونه تل د ایران لخوا افغان لوري سره د بحث اصلي موضوع وي.هغه ویلي دي چې وروستۍ خبرې اترې د تهران د خبرو اترو فورم په څنډه کې تهران ته د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د سفر په لړ کې هم ترسره شوې.بقايي وویل چې اوس مهال ایراني چارواکي افغان لوري سره په دوامداره توګه مشورې او خبرې اترې کوي.