د ایران او تاجیکستان ترمنځ د ریلي همکارۍ هوکړه
جوزا 10, 1404 16:11 Asia/Kabul
ایران او تاجکستان د یوې هوکړې په لاسلیکولو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ همکارۍ د زیاتوالي لپاره یو نوی پړاو پرانیست.
ویل کیږي دا هوکړه لیک چې موخه یې شته ظرفیتونو څخه په غوره توګه ګټه اخیستل او د نړیوال ریل ټرانسپورټ زیاتوالی دی، د ایران واګونونو ته اجازه ورکوي چې د تاجیکستان د ریل پټلۍ په شبکه کې سفر وکړي.دا هوکړه لیک د ایران د ښار او لارو جوړولو وزیر او د ریل پټلۍ اجرایوي مدیر جبارعلي ذاکري او د تاجیکستان د ریل پټلۍ د دولتي واحد تصدۍ مشر میرزا علي اوف کمیل جمعه خان ترمنځ لاسلیک شو.د ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو له تاجیکستان څخه تر لیدنې وروسته دواړو هیوادونو په مختلفو کچو کې خپل تعاملات پراخ کړي دي.