په سوریه د صهیونیستانو برید
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43616-په_سوریه_د_صهیونیستانو_برید
د سوریې رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد په لویدیځ لاذقیه سیمه کې د صهیونیستي رژيم په هوايي بریدونو کې لږترلږه څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 10, 1404 12:40 Asia/Kabul
  • په سوریه د صهیونیستانو برید

د سوریې رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد په لویدیځ لاذقیه سیمه کې د صهیونیستي رژيم په هوايي بریدونو کې لږترلږه څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دا برید د سوریې د پوځ په لومړۍ او اوومه اډه کې چې د لاذقیه ولایت د جبله په څنډه کې موقعیت لري شوی دی. صهیونیستي رژیم د نوي حکومت له جوړېدو راهیسې په سوریه سلګونه بریدونه کړي دي.د صهیونیستي رژیم رسنیو راپور ورکړی چې د دغه رژیم جنګي الوتکو د سوریې د توغندیو څو ډیپوګانو برید کړې او ویجاړې کړې دي.په ورته وخت کې د سوریې رسنیو په وینا د یاد هیواد طرطوس بندر هم د صهیونیستانو لخوا پراخو بریدونو سره مخ شوی دی.دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په سوریه کې میشت دولت چې مشري یې محمد الجولاني کوي د صهیونیستي رژیم د بریدونو په وړاندې ډیر غبرګون نه دی ښودلی.