جوزا 10, 1404 16:09 Asia/Kabul
  • د افغانستان ۱۷ کلنو فوټبال ټیم لپاره اووم مقام

د افغانستان اوولس کلنو فوټبال لوبډله د جمعې په ورځ له ایران څخه تر ماتې وروسته د کافا سیالیو په وروستي مقام کې راغله.

دا لوبه چې د جمعې په ورځ په ازبیکستان کې ترسره شوه د درې صفر په ماتې سره پای ته ورسېده.افغانستان مخکې له دې په سیالۍ کې پرته له کومې بریا درې پرله پسې ماتې خوړلې وه چې له امله یې د افغانستان ملي لوبډله په وروستي ځای کې پاتې شوه.په ورته وخت کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هیواد د درویشت کلنو فوټبال ملي لوبډله د آسیا د فوټبال د آسیایي جام غوراوي سیالیو کې د جاپان، کویټ او میانمار سره په یوه ګروپ کې شامله شوې ده.دا سیالۍ به د سپتمبر له لومړۍ نیټې څخه په میانمار کې ترسره شي.ټاکل شوې ده چې د آسیا جام سیالۍ به د جنوري په میاشت کې په سعودي عربستان کې ترسره شي.